د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د اصولو د پوهاوي ورکوونې او د جوازونو د ویشلو سیمینار جوړیدل

hayat_admin
Sun, Feb 26 2023 2:22 PM
.

د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د اصولو او لارښوود د پوهاوي ورکوونې او د جوازونو  د ویشلو سیمینار د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر او ددغه وزارت د انسجام د لوی ریاست د رئیسانو او د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.

یاد سیمینار کې ګڼ شمېر  د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو او غوښتونکو ونډه اخیستې وه او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو اصول او لارښوود او د جواز د درلودونکو مکلفیتونه یې زده کړل.

په دغه سیمینار کې د عدليې وزارت مسلکي معین د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه يې وغوښتل چې د عدليې وزارت لخوا ورکړل شوو اصولو او لارښود سره سم، عمل وکړي. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې له جعل کارۍ، تزویر او نورو ناقانونو اعمالو څخه ډډه وکړي.

دغه راز د عدليې وزارت مسلکي معین له هغوی څخه وغوښتل چې مسوولیت درک کړي او خلکو ته صادقانه خدمت وکړي. نوموړي د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکوونکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت هڅه کوي ترڅو هغوی له پاره لازمې قانوني او لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

په دغه سیمینار کې، د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني هم خبرې وکړې او د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکنې د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه يې وغوښتل چې په خپل ژمنې وفا وکړي او خپل مسوولیتونه له قانون سره سم او په پوره امانت دارۍ او رښتینولۍ سره ترسره کړي.

په پای کې د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکنې د جواز غوښتونکو ته، د فعالیت جوازونه د مسلکي معین او د انسجام لوی ریاست د رئیسانو او مسوولینو پواسطه وویشل شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS