خوست او پروان ولایتونو کې څه دپاسه ۷۰۰ جریبه ځمکه تثبیت او تصفیه شوه
د خوست او پروان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم په دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.
د خوست ولایت تخنیکي هیئت له ناستې څخه وروسته د صبرۍ ولسوالۍ کرړو ساحې ته ولاړ او ۳۵۹ جریبه امارتي ځمکه یې تثبیت کړه. د یادې ځمکې له مجموعې څخه د هغې پر ۱۱۰ جریبه یو شخص د مالکیت ادعا لري او هیئت له نوموړي څخه سندونه وغوښتل.
دغه راز یاد هيئت خرسینو ساحې ته ولاړ او له زرګونو جریبو ځمکو او کورونو څخه چې د ځايي کوچیانو لخوا په زور سره ویجاړ شوي لیدنه وکړه. ددغې موضوع په اړه به د مرکزي کمېسیون په همغږۍ تصمیم ونیول شي.
په همدې حال کې د پروان ولایت تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې د بخشي خیل قوم په تصرف کې د ځمکو د قطعې شمېره، مساحت، موصوبه، حدود، د غاصبینو شهرت، د تاسیساتو ډول او اوسنۍ بیې مشخصه کړه.
یاد شوي هیئت وشو کولای چې د کار په ترڅ کې ۳۶۳.۲۷۳ جریبه ځمکه او کورونه تصفیه کړي.
