تخار ولایت کې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Feb 23 2023 12:29 PM
.

د تخار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تالقان ښار ځینو ساحو ته ولاړ او امارتي ځمکې یې تثبیت کړې.

یاد هیئت د مولانا شاه رسول ښوونځي څخه د شینواري څینزیو پورې ساحه بررسي کړه او ۲۰۰۰ جریبه اوبه لرونکې ځمکه او ۲۰۰۰ جریبه عامه څړځای يې دغې ساحه کې امارتي تثبیت کړ.

دغه هیئت له ځايي خلکو سره هم وکتل او د کمېسیون او د تثبیت شویو ځمکو د استرداد د څرنګوالي په اړه يې له هغوی سره خبرې وکړې او ځايي خلکو هم د همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز یاد هیئت د غصب شویو ځمکو د استرداد له پاره یو لړ لازمې لارښوونې صادر کړې.

.

په همدې حال کې د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شو او پکې پریکړه وشوه چې راتلونکي ورځ د بنوزي په ساحه کې د مامورینو او معلمینو د ښارګوټي موضوع بررسي شي.

دغه راز یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د تخنیکي ټیم پخواني غړي سندونه او نور اړین موارد ددغه هیئت سکرتریت ته وسپاري. د کاري سفرونو او د ساحو بررسي په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شوو.

یاد هیئت د ۲۰۳ منصوري قول اردو د کنډک له آمر او ددغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رئیس سره هم وکتل. د صنعت او سوداګرۍ رئیس د پروسس، بسته بندۍ او د سوداګرۍ توکو د نورو قانوني مواردو له پاره د تاسیساتو جوړولو په منظور د ۱۰۰ جریبه ځمکې د لیږد غوښتنه کړې او د هغې موضوع د ولایت د مقام لخوا تخنیکي هیئت ته راجع شوې ده.

تخنیکي هیئت د یاد ریاست مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به مناسبه ځمکه هغوی له پاره مشخصه کوي ترڅو له اړوندې ادارې څخه يې د لیږد بهیر ترسره شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS