د زابل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه
د زابل ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د زابل ولایت د عدليې رئیس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د عدليې رئیس د موضوع په اړه خبرې وکړې او د عدليې ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل دندې او مسوولیتونو په ښه ډول او په وخت ترسره کړي او خپلو اولادونو له پاره د حلال رزق په لټه کې اوسي. دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپل حاضرۍ ته پابند اوسي او په ټاکل شوي وخت يې لاسلیک کړي.
د زابل ولایت د عدليې رئیس ددغه ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل او د خپلو دفترونو نظافت ته پاملرنه وکړي او خپل دندې د دندو له لایحې سره سم ترسره کړي. دغه راز نوموړي ددغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې مطبوعاتي راپورنه په وخت سره ترتیب او خپاره کړي.
په پای کې ددغه ریاست کارکوونکو ژمنه وکړه چې د عدلیې رئیس په لارښوونو او سپارښتنو به عمل وکړي.
