د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې څه دپاسه ۱۸۸ جریبه ځمکه تصفیه شوه

hayat_admin
Thu, Feb 23 2023 9:42 AM
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې د بخشي خیلو او ناصري قوم د ځمکو د قطعې شمېره، مساحت، موصوبه، حدود، د غاصبینو شهرت، د تاسیساتو ډول او اوسنۍ بیې مشخصه کړه.

یاد شوي هیئت د کار په ترڅ کې وشو کولای چې ۱۸۸,۸۲۱ جریبه ځمکه او کورونه دغې ساحه کې تصفیه کړي.

.

په همدې حال کې د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د روانې میاشت د ۱۰۲۱۷.۳۶ جریبه تثبیت او سروې شوې امارتي ځمکې او د هغې د راپور وړاندې کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې، له ادارو څخه د سندونو راټولولو او غوښتلو د څرنګوالي او د قبالو په اړه د تخنیکي هیئت په وړاندیز د محکمو او د وثایقو آمریت لخوا د معلوماتو د نه وړاندې کولو په اړه، بحث وشو او موضوع د استیناف محکمې له رییس سره هم شریکه شوه.

دغه راز یاده ناسته کې د عمل پلان د ترتیب او د راپور جوړولو او د هیئت د مصارفو په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS