میدان وردک ولایت کې د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه نظارت وشو

hayat_admin
Wed, Feb 22 2023 3:39 PM
.

یو ګډ پلاوي د میدان وردک ولایت د عدليې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د انسجام مدیریت، مستوفیت، د امارت د قضایاو آمریت او د ښاروالۍ ریاست د استازو په غړیتوب د شعبان میاشت په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د معاملو د لارښوونې له دفترونو څخه نظارت وکړ.

یاد هیئت، دغه ښار کې د معاملو د لارښوونې د ۹ دفترونو له سندونو او سوابقو څخه لیدنه او نظارت وکړ او د معاملو د لارښوونو یو شمېر مسوولینو ته د هغوی په کارونو کې د ځینو نیمګړتیاو په علت لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او هغوی يې خپلو نیمګړتیاو ته متوجې کړل.

یاد هیئت د معاملو د لارښوونو له مسوولینو څخه وغوښتل چې خپل کارونه له اسلامي شریعت او د هیواد له نافذ شویو قوانینو سره سم ترسره کړي.

د معاملو د دفترونو مسوولینو له عدليې ریاست څخه ددغو دفترونو له کارونو څخه د نظارت په منظور مننه او قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به خپل کارونه له شریعت او هیواد کې د نافذ شویو قوانینو سره سم ترسره کوي او خپل کارونو کې به سهل انګاري و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS