د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې څه دباندې ۳۵۸ جریبه ځمکه تصفیه شوه
د پروان او خوست ولایتونو د د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې د ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه وکړه او په یادو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.
د پروان ولایت تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې د څینزي او ناصري قوم د ځمکو د قطعې شمېره، مساحت، موصوبه، حدود، د غاصبینو شهرت، د تاسیساتو ډول او اوسنۍ بیې مشخصې کړې.
یاد شوي هیئت وشو کولای چې د کار په ترڅ کې ۳۵۸.۹۸۶ جریبه ځمکه او کورونه په دغې ساحه کې تصفیه کړي.
په همدې حال کې د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت د مرکز اړوند د هارونخیل له ساحو او د علیشیر تریزيو ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت ۷۶۵۵ جریبه ځمکه په چرګوتي او ببرک تانه ساحه کې بررسي کړې او په ساحه کې یې هر ډول نوي تصرفات مطلقاًُ بند کړل.
دغه هیئت له ځايي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د خپل د ملکیت سندونه د لازیاتو اجراآتو له پاره تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.
