د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, Feb 21 2023 10:39 AM
.

د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د ښار، ښارګوټو، صنعتي پارکوونو او د هستوګنې ساحو ته نږدې د هیئت د لازیات کار په اړه  ټینګار وشو.

یاد شوي هیئت په 2R ساحه کې د ۲۹۲ جریبه غصب شوې ځمکې دوسیه د ټولو ضروري مواردو ځای پرځای کولو سره وروستۍ کړې او مرکزي کمېسیون ته یې د استولو له پاره برابره کړه.

دغه راز یاد هیئت د کرنج ساحې له اوسیدونکو سره چې د هدیرې پر ساحې شخړه لري، لیدنه وکړه. یاد هيئت خپله پریکړه هغوی ته واوروله او ویې ویل چې دغه پریکړه وروستۍ ده او د تطبیق له پاره امنیه قوماندانۍ ته هم استول شوې ده.

دغه هیئت د سرخکان ساحې د ۱۷۵ جریبه ځمکې له غاصبینو سره هم وکتل او د هغوی سندونه یې ترلاسه کړل. دغه راز هیئت د پروايي ساحې د ۱۱۲ جریبه ځمکې له اجاره دارانو سره وکتل او د هغوی ستونزې له هغې جملې څخه د سیمې د خلکو لخوا ګواښول يې واوریدل. یاد هیئت هغوی ته ډاډ ورکړ چې دغې برخه کې به لازم تصمیمونه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS