د ننګرهار او میدان وردک ولایتونو د تخنیکي هیئت ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Tue, Feb 21 2023 10:26 AM
.

د ننګرهار او میدان وردک ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او په یادو ولایتونو کې د ځینو غصب شویو ساحو په برخه کې بحث وشو او لازم تصمیمونه پکې ونیول شوو.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د چرخي د ورثې د ملکیت په اړه بحث وشو او د عدليې وزارت لخوا له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو د غوښتلو پریکړه وشوه.

دغه راز په دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت لخوا د سیاف د فامیلو (دعوت مېنې او شمشاد مېنې) پلورنکي چې په کابل کې هستوګنه لري د جلب او د ننګرهار ولایت تخنیکي هیئت ته د هغوی د معرفي کیدلو پریکړه وشوه.

دغه راز یاد هیئت د مهاجرینو له ریاست څخه د شیخ مصري ښارګوټي په اړه د معلوماتو غوښتلو پریکړه وکړه.

یاد شوي هیئت د قاسم آباد ښارګوټي له غیر شرعي متصرفینو سره وکتل او د ساحې اوسیدونکو ته يې لارښوونه وکړه ترڅو یاده سیمه چې تفصیلي پلان کې شامله ده او د ښاروالۍ لخوا خلکو ته ویشل شوې، ژر تر ژره تخلیه کړي ترڅو د هغو مستحقینو ته وسپارل شي.

.

په همدې حال کې، د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې له استیناف محکمې څخه د هغو رسیدلو شوی دوسیو په اړه چې د محکمې لخوا یې اړوند ځمکې عامه مرعی تثبیت شوې نه وي، پریکړه وشوه چې دوسیې بېرته مستردې شي ترڅو د محکمو لخوا تثبیت شي.

دغه راز یاده ناسته کې، د ولایت د مقام لخوا د هغو رسیدل شویو عریضو پر مسترد کیدو چې عین موضوع په عدلي او قضايي ارګانونو کې جریان کې دي او د ښاري ساحو اړوند نه دي، پریکړه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS