د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د اصولو د پوهاوي ورکوونې او د جوازونو د ویشلو سیمینار جوړیدل

hayat_admin
Sat, Feb 18 2023 2:40 PM
.

د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د اصولو د پوهاوي ورکوونې او د جوازونو  د ویشلو سیمینار د رجب المرجب میاشت په ۲۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، ددغه وزارت د رئیسانو او مسوولینو او د معاملو د لارښوونو د اتحادیو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.

یاد سیمینار کې له ۵۰ تنو څخه زیاتو غوښتونکو او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو ونډه اخیستې وه او د معاملو د ثبت څرنګوالی او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز د درلودونکو مکلفیتونه یې زده کړل.

.

په دغه سیمینار کې د عدليې وزارت مسلکي معین د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه يې وغوښتل چې د عدليې وزارت لخوا ورکړل شوو اصولو او لارښودونو سره سم، عمل وکړي. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې له جعل کارۍ، تزویر او نورو نا قانونو اعمالو څخه ډډه وکړي.

.

د عدليې وزارت مسلکي معین د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو او غوښتونکو ته په خطاب سره وویل چې د جواز درلودونکي د عدلیې وزارت په استاز ولۍ د خلکو ترمنځ فعالیت کوي او دغه جوازلیک خلکو ته ډاډ ورکوي چې د جواز درلودونکی شخص مطمئن او صادق دی. نوموړي حاضرینو ته په خطاب سره وویل چې مسوولیتونه درک کړي او خلکو ته صادقانه خدمت وکړي او د اسلامي امارت او د عدليې وزارت د بدنامۍ سبب و نه ګرځي.

.

نوموړي د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکوونکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت هڅه کوي ترڅو هغوی له پاره لازمې قانوني آسانتیاوې برابرې کړي.

په دغه سیمینار کې، د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب هم خبرې وکړې او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه يې وغوښتل چې په خپل ژمنې وفا وکړي او خپل مسوولیتونه له قانون سره سم او په پوره امانت دارۍ او صداقت سره ترسره کړي. دغه راز هغوی د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکوونکو د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه وغوښتل چې ددغه نظام د استحکام او ساتنې برخه کې هڅه وکړي.

.

په پای کې د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکوونکو د جواز غوښتونکو ته، د مسلکي معین او د عدليې وزارت د رئیسانو پواسطه د فعالیت جوازونه وویشل شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS