د ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو کارکوونکو له پاره د ښوونیز سیمینار جوړیدل

hayat_admin
Thu, Feb 16 2023 11:04 AM
.

څلور ورځنی ښوونیز سیمینار د ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو آمرینو، مدیرانو او مسلکي کارکوونکو له پاره د رجب المرجب میاشت په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په عدليې ریاست کې جوړ شو.

یاد سیمینار کې چې د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست له لوري د ننګرهار ولایت په عدليې ریاست کې په لاره اچول شوی وو د ننګرهار، لغمان، نورستان او کنړ ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۶ تنو آمرینو، مدیرانو او مسلکي کارکوونکو ګډون کړی او اداري او مسلکي برخو کې ښوونیز موضوعات زده کړل.

دغه برنامه د رجب المرجب میاشت په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېدله. ددغو مراسمو د پاي  په مراسمو کې، د ننګرهار ولایت د عدليې رییس، د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د ظرفیت لوړولو آمر او د یاد سیمینار ګډونوالو، ونډه اخیستې وه.

دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د ظرفیت لوړولو آمر ددغه راز سیمینارونو جوړولو د اهمېت او ګټې او د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د ظرفیت لوړولو د آمریت راتلونکي پلان په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ددغه ډول سیمینارونو د جوړولو موخه خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول دي.

په همدې حال کې، د ننګرهار ولایت د عدليې رییس ددغه سیمینار له جوړونکو څخه قدرداني وکړه او ددغه سیمینار له ګډونکوونکو څخه یې وغوښتل چې د سیمینار له زده کړو څخه، د خپلو چارو په ښه والي کې ګټه پورته کړي. دغه راز نوموړي د یاد سیمینار له ګډونکوونکو څخه وغوښتل چې په لا زیات همت سره خلکو ته خدمت وکړي.

یاد سیمینار کې د ادارې او مدیریت اساسات، د پلان د طرحې او ترتیب څرنګوالي، د عدليې وزارت پېژندنه، اداري مراسلات او قضايي اصول نامه تدریس شوې. د سیمینار په پای کې ګډونکوونکو ته تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS