بغلان ولایت کې کابو ۱۹۶ زره جریبه عامه مرعی ځمکه تثبیت شوه

hakeem_admin
Sat, Feb 11 2023 3:11 PM
.

د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې د اقداماتو په لړۍ کې، د بغلان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولاړ ا و ۱۹۶ زره جریبه عامه مرعی ځمکه یې تثبیت کړه.

هیئت د مرکزي بغلان ولسوالۍ بایسقال ساحې ته ولاړ او ځايي اوسیدونکو ته د عامه مرعی ځمکې د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او د هېواد د اقتصاد په ودې کې يې د هغې رول بیان کړ.

هیئت د عامه مرعی او کرنیزې ځمکې په تفکیک سره ساحه مساحت کړه چې ۱۹۶ زره جریبه ځمکه شوه. د یادې ځمکې ۲۰ زره جریبه ځمکه د اوسیدونکو قومونو تر کښت او کرنې لاندې قرار لري.

هیئت د یادې شوې ۲۰ زره جریبه ځمکې له متصرفینو څخه سندونه وغوښتل ترڅو بررسۍ لاندې ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS