لغمان ولایت کې نږدې ۸۶ جریبه امارتي ځمکه د غاصبانو له منګلو آزاده شوه

hayat_admin
Tue, Feb 07 2023 2:47 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت قرغه يي ولسوالۍ ته ولاړ او ۸۶ جریبه امارتي ځمکه يې ددغې ولسوالۍ په زنګوري سیمه کې د غاصبانو له منګولو څخه آزاده کړه او د هغې اجاره دار ته يې وسپارله.

یاده شوې امارتي ځمکه په ۱۳۹۹ کال کې یو شخص ته په اجاره ورکړل شوې وه خو له څه مودې وروسته د زورواکو لخوا غصب او غاصبینو یې په محکمه کې بې اساسه دعوا پیل کړې وه.

اړوند محکمې ددعوا له دقیقې بررسۍ څخه وروسته د اسلامي امارت په ګټه قرار صادر کړ ترڅو ځمکه د غاصبینو له تصرف څخه بیاځلې آزاده او د اسلامي امارت په ولکه کې شي.

تخنیکي هیئت هم ساحې ته ولاړ او قرار یې تطبیق کړ او یاده شوې ۸۶ جریبه ځمکه يې پخواني اجاره دار ته وسپارله.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS