د هرات او فراه ولایتونو د تخنیکي هیئتونود ناستو جوړیدل

hayat_admin
Tue, Feb 07 2023 11:03 AM
.

د هرات او فراه ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې، بحث او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د هرات ولایت تخنیکي هیئت انجیل ولسوالۍ د کهدستان اوسیدونکو د ځمکو منطقې چې پر یو شخص پلورل شوې او یو ښارګوټی هم پرې جوړ شوی دی د شرعی سندونو، د تصفیې سندونو او د ماليې ورکوونې ټکټونو بررسي کړل.

یاد هیئت پریکړه وکړه چې دغې برخه کې له ادارو څخه معلومات وغوښتل شي او هیئت ساحې ته ولاړ شي د ساحو په بررسۍ سره دغو ساحو کې د امارتي ملکیتونو له حیف او میل څخه مخنیوی وشي.

په دغې ناسته کې، د پشتون زرغون ولسوالۍ د جوی یحی آباد ساحې ملکیت د مدعی اشخاصو سندونو هم بررسي شوو او له بررسۍ څخه وروسته مشخصه شوه چې د هغوی تر ادعا لاندې ملکت پېرودل شوی دی. یاد هیئت پریکړه وکړه چې پلورونکي اشخاص وغوښتل شي او د هغوی سندونه بررسي شي.

دغه راز یاده ناسته کې، رباط سنګي ولسوالۍ پولي ساحو کې د یکه چاه، چاه ګل او شاه غلام منطقو کې د طاهري، ملکي او اڅکزيو قومونو تر شخړې لاندې ساحې بررسي شوې. یاده ساحه کې ۱۰۰۰۰۰ جریبه ځمکه شامله ده او عامه څړځای دی. او د هغې ځینې منطقه  توک شکني شوي او د هستوګنې کورونه او څاګانې پرې موجودې دي. پریکړه وشوه چې  هیئت به ساحې ته ولاړ شي او څړځای تشخیص کړي.

په همدې توګه یاد هیئت د پل مالان شاوخوا ملکیتونو متصرفینو ته چې ۱۲۰۰ جریبه رانغاړي ابلاغیه وویشله  چې د هغوی ټول سندونه راټول او د تخنیکي هیئت په واک کې ورکړي ترڅو بررسۍ لاندې ونیول شي او لازم تصمیمونه ونیول شي.

.

په همدې حال کې، د فراه ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د پشترود ولسوالۍ پر یو اندازه ځمکې د افرادو او اشخاصو تر شخړې لاندې ځمکې او بکواه ولسوالۍ کې د افرادو او اشخاصو تر شخړې لاندې دوه قطعو ځمکو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه راز یاده ناسته کې د فراه مرکز تجګ ساحه کې د یو اندازه ځمکې په اړه چې د اشخاصو تر شخړې لاندې ده، بحث وشو. یادې دوسیې تخنیکي هیئت ته راجع شوې ترڅو بررسۍ لاندې ونیول شي. یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې دغه هیئت له ټولو یادو شو ساحو څخه لیدنه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS