د ننګرهار او لوګر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو او عملي کارونو ترسره کیدل

hayat_admin
Mon, Feb 06 2023 3:07 PM
.

د ننګرهار او لوګر ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې او د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې لازم اقدامات ترسره شوو.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او ددغه هیئت رییس له غصب څخه د آزاده شو ساحو د دوسیو د ترتیب کولو او د کمېسیون د رییس د حکم پر اساس کمېسیون ته یې د استولو په اړه ټینګار وکړ.

په همدې ډول دغې ناسته کې د هغو غاصبینو د جلب په اړه چې ډېرې امارتي ساحې یې غصب کړي، بحث وشو او د ملا امامانو پر بیاناتو د جمعې لمانځه په خطبو کې د غصب د مخنیوي په اړه ، ټینګار وشو.

یاد هیئت د سیاف ښارګوټي یو شمېر اوسیدونکو ته هم استعلام ورکړ ترڅو ددغه ښارګوټي اصلي غاصبین معرفي کړي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

.

په همدې حال کې د لوګر ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت هوني سفلا او چورکان ساحو له اوسیدونکو سره وکتل.

 یاد هیئت له هغوی څخه وغوښتل چې ویشل شوې فورمې په دقیق ډول ډکې کړي.

یادو خلکو هم له هیئت څخه وغوښتل چې دیادو ځمکو په اړه ژر تر ژره پریکړه وکړي او د هغوی حقوق ضایع نه کړي. بشپړ شوې فورمې  بیاځل د هیئت لخوا راټولې شوې ترڅو بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS