د کنړ او تخار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hakeem_admin
Sat, Feb 04 2023 3:21 PM
.

د کنړ او تخار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هيئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې، لازم عملي اقدامات ترسره شول.

د کنړ ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د ښاروالۍ ریاست او ټولګټو ریاست ترمنځ د ۱۲۶ ګڼې قطعې پر ځمکې د دعوا پر څېړنې لارښوونه ورکړل شوه. دغه راز یاد هیئت ددغو ریاستونو له استازو سره وکتل او خبرې یې وکړې او له هغوی څخه یې شرعي او قانوني سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت له بېلابېلو ادارو څخه د کنړ مرکز کې د ۷۱۲ کادستري قطعې اړوند د ډنډونو ساحې په اړه چې متصرفین پکښې د مالکیت ادعا لري، معلومات وغوښتل.

.

یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې امنیه قوماندانې په نورګل ولسوالۍ په شماش مزاردره ساحې کې د خلکو لخوا د عامه مرعی ځمکو تصرف مخنیوی وکړي.

په همدې حال، د تخار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت له طرحه شوي پلان سره سم تنګي فرخار ساحې ولاړ او پر تثبیت شوو امارتي ځمکو جوړ شوي انګړونه او څلور دیوالۍ ویجاړې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS