د پکتیا، سرپل او بلخ ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jan 23 2023 9:53 AM
.

د پکتیا، سرپل او بلخ ولایتونو د تخنیکي هیئتونو  ناستې ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکي ورځ پلان جوړ شو او  پریکړه وشوه چې د پکتیا ولایت د واورې د اورښت او سړې هوا له کبله، سیمې ته د تګ او د جي پي اس او کروکي ټکو اخیستلو امکان نشته؛ پر دغه اساس دغه هیئت دې ترلاسه شوي سندونه بررسي کړي

په همدې حال کې، د سرپل ولایت تخنیکي هیئت امام خورد، خانقاه، ګذرشاهان، بلوچ خانه او رحمت آباد کلیو ته ولاړ او غصب شوې وقفي سیمې په دغو ساحو کې وکتلې.

یاد هیئت متصرفینو ته د کمېسیون په اړه معلومات وړاندې کړل او د یادو کلیو استازو پر ټول یو شان د قانون د تطبیق غوښتونکي شول. هیئت پریکړه وکړه چې امام زاده یحیا کې د هدیرې د سیمې سندونه چې مخکې د امام خورد اوسیدونکو لخوا ویجاړه او پر ځای يې یو جامع جومات او یوه مدرسه جوړه شوې، بررسۍ له پاره هیئت وړاندې شي.

د امام خورد پخواني جومات ۳ جریبه ځمکه کې د کار او ټولنیزو چارو د ریاست لخوا یو وړکتون جوړ شوی چې له دغه ریاست څخه سندونه وغوښتل شول.

دغه راز هغه اشخاص چې د حج او اوقافو ریاست اړوند دوه دوکانونه د خانقا کلي کې ویجاړ کړي او پرځای یې یو کتابتون د مدرسې له پاره جوړه کړې، له سندونه سره یوځای راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول.

.

د شهر نو  په ګذر شاهان کې یو دوکان او د سرپل مرکز بلوچ خانه کې د ارشاد حج او اوقافو ریاست اړوند درې بسوې اوبه لرونکې ځمکه د سیمې د اوسیدونکو لخوا غصب شوې ده. مسوولین له سندونو او مدارکو سره یوځای راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول. دغه راز د سرپل مرکز په رحمت آباد کې د ارشاد حج او اوقافو ریاست اړوند د یو انګړ غیرقانوني متصرف د استجواب لپاره راتلونکې غونډې ته وغوښتل شو.

پر دې سربېره د بلخ ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د یو لړ قبالو په اړه مرکز ته یوه استهدائیه جوړه او تایید شوه.

.

دغې ناسته کې، د ذبیح الله شهید ښارګوټي راپور د ملکي هوايي ډګر ختیځ کې د ۲۶۵۰ جریبه ځمکې په اړه او د بهرآب ښارګوټي راپور د ملکي هوايي ډګر ختیځ کې د ۱۰۲۰ جریبه ځمکې په اړه چې د یاد ښارګوټي قبالې د ذیصلاح محکمو د تصمیمونو پر اساس ابطال شوي، جوړ او تایید شو.

دغه راز د کادستر کروکي ټیم د هوايي ډګر لویدیځ کې د شهداء نصرت آباد او هوايي ډګر جنوب کې د غضنفر د زمیندارۍ د هستوګنې پروژې کروکي واخیستلې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS