۱۱۶۲ جریبه ځمکه د بدخشان ولایت د ځمکو ادارې ته وسپارل شوه

hayat_admin
Mon, Jan 23 2023 9:29 AM
.

د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د سروي کادستري ټیم د خپل کاري راپور د جرم ولسوالۍ د لعل بدخشان، صمتي او سرحوز دښتې سروي شوې سیمې پکې شاملې دي د غونډې غړو ته وړاندې کړ.

دغې ناسته کې، د سرحوز د ښتې د موضوع د حل په اړه د خلکو لخوا د وړاندې شوو سندونو په پام کې نیولو سره  تاکید وشو او پریکړه وشوه چې د لعل بدخشان دوسیه چې نیمګړتیاوې یې حل شوي له سندونو او مدارکو سره یوځای کمېسیون ته واستول شي.

په مخکني نظام کې د جرم ولسوالۍ د سرحوز دښتې په اړه ښاري محکمې، د کرنې ریاست په نفع فیصله کړې وه او ددغې سیمې د اوسیدونکو استازو هم قناعت کړی وو خو زورواکو او اربکیانو ددغې پریکړې د تطبیق مخنیوی کړی وو.

 اوس دغه دوسیه تطبیق شوه او ۱۱۶۲ جریبه ځمکه د جرم ولسوالۍ د ځمکو ادارې ته سپارل شوې ده. دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې ترسره شوي اجراآت د دعوا مانع نه دي او هغه اشخاص چې سندونه لري، کولای شي محکمې ته مراجعه وکړي.

صمتي کلي کې د امارتي ځمکو په تړاو چې اوسیدونکو يې دغې سیمه کې د زیاتې اندازې امارتي ځمکې د موجودیت په اړه اعتراف کړی خو استعلامونو کې د شخصي ملکیت ادعا کړې ده، پریکړه وشوه چې له هغوی څخه سندونه او مدارک وغوښتل شي.

.

په همدې حال کې د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم یاد ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

یاد هیئت د فیروزکوه مرکز کې د ملا محمود رضازاده د تیلو د ټانک د سیمې ځمکې څخه بررسي او لیدنه وکړه او راتلونکې غونډې ته د هغه د مالک او یا د هغه خپلوان پر احضار پریکړ وشوه.

دغه راز هیئت د فیروزکوه مرکز کې د یو شخص د هستوګنې د کور د ځمکې سندونه وکتل او بررسي کړل او پریکړه یې وکړه چې یاد شخص د خپل له سندونو او مدارکو سره حاضر شي.

دغه هیئت، د تیورې مرکز کې د امارتي ځمکې چې یو شخص يې پر غصب تورن دی، تر بحث او بررسي لاندې ونیوله او دغه سیمه یې امارتي وګڼله او پریکړه وشوه چې راپور یې کمېسیون ته وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS