د زابل، ارزګان او نورستان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hakeem_admin
Thu, Jan 19 2023 12:57 PM
.

د زابل، ارزګان او نورستان ولایتونو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناسته ددغو هیئتونو د رییس او غړو په حضور سره جوړه او هم یادو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

د زابل ولایت تخنیکی هیئت د قلات مرکز توري بند سیمه کې د یو شخص له کور څخه چې ددغه بند په کاسه کې ده او موضوع یې د ولایت د مقام لخوا راجع شوې وه، لیدنه وکړه.

.

دغې ناسته کې، هم د هغو لیکوونو په اړه چې له مرکز څخه ترلاسه شوي، بحث او خبرې وشوې او یاده برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې چې د هیئت د رییس او غړو او د ترینکوټ ښار اړوند د سینانو ځمکو اوسیدونکو په حضور سره جوړه شوې وه. ددغې سیمې له اوسیدونکو څخه وغوښتل شول چې خپل وکیل وټاکي.

.

دغه راز پریکړه وشوه چې ددغې سیمې د اوسیدونکو موضوع په بشپړ دقت سره بررسي شي.

د نورستان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت هم نورګرام ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ له سیمه ييزو مقاماتو سره یې وکتل.

یاد هیئت د ځمکې د غصب د مخنیوي د مقررې په اړه هغوی ته معلومات ورکړل او هغوی هم دغې برخه کې همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS