کندز ولایت کې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Jan 05 2023 10:02 AM
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او امارتي ځمکې يې په یادو سیمو کې تثبیت او تشخیص کړې.

یاد هیئت د امام صاحب ولسوالۍ د قلم ګذر، یکه توت او کنجک سیمو په کتنې سره ۵۵۰۰ جریبه ځمکه دغې سیمه کې تر بررسي لاندې ونیوله. یاد هیئت ددغې ځمکې له مجموعې څخه، ۳۰۰۰ جریبه په قلم ګذر او یکه توت سیمو کې امارتي تثبیت شوه او تصمیم یې ونیو چې دغه ځمکه په اجاره ورکړل شي. ۲۵۰۰ جریبه نوره ځمکه کنجک کلي کې هم ددغه هیئت تر بررسۍ لاندې ده.

یاد هیئت له سیمه ییزو مشرانو او مقاماتو سره وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون او اړوند د ځمکې د مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل او د ځمکې د غصب پر مخنیوي يې ټینګار وکړ.

.

په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

یاد هیئت د خوست ولایت تفصیلي پلان کې له شاملې شنې ساحې څخه چې غصب شوې لیدنه وکړه او د هغې غاصبین یې کرنې ریاست ته جلب کړل.

دغه راز هیئت د خوست متون تپې ختیځې برخې څخه چې د اشخاصو او د ملي اردو د تاسیساتو آمریت تر دعوا لاندې ده، لیدنه وکړه او دغې سیمه کې غیر قانوني او ودانیز کارونه ودرول.

یاد هیئت دغې سیمه کې تاسیسات  ویجاړ کړل او توصیه يې وکړه چې د محکمې تر نهايي پریکړې دغې سیمه کې له کار څخه ډډه وشي.

هیئت د څارنکوټ هستوګنې پروژې او وچ جر له غصب شوو ځمکو څخه لیدنه وکړه او پریکړه وشوه دغه راز هیئت د ملي اردو د تاسیساتو د آمریت له مسوولینو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS