نیمروز ولایت کې ۷۲۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Jan 04 2023 2:34 PM

د نیمروز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت اړوند حاجي جمعه خان کلي ته ولاړ او د دفترونو او دکادستر د نقشو له بررسۍ څخه وروسته، نږدې ۷۷۲ جریبه ځمکه درېو قطعو کې امارتي ثبیت او تفکیک کړه. یاد هیئت اړوند مسوولینو ته د تثبیت شوو قطعو د ساتنې په اړه لارښوونه ورکړه.

له بل لوري د لغمان ولایت  تخنیکي هیئت هم د کارونو پر چټکتیا او د لا زیاتې همغږۍ په منظور ددغه ولایت له والي او امنیه قوماندان سره وکتل او د تخنیکي هیئت د لاسته راړونو او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې او له دواړو بنسټونو څخه یې له هیئت سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

.

یاد هیئت د قرغه یي ولسوالۍ په زنګوري سیمه کې د ۱۲۳ جریبه ځمکې په اړه چې تر اجارې لاندې وه او د لوګر کوچیانو لخوا غصب شوې او د غاصبين د هغې د ملکیت ادعا لري، والي او امنیه قوماندان ته معلومات ورکړل.

د لغمان والي د همکارۍ ژمنه وکړه او مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې ټول ولسوالان دې له یاد هیئت سره همکاري وکړي. امنیه قوماندان هم امنیتي برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

پر دې سربېره، د بدخشان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت جرم ولسوالۍ ته سفر وکړ او له ولسوال او سیمه ییزو مسوولینو او خلکو سره يې وکتل او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه یې خبرې وکړې.

.

یاد هیئت، د جرم ولسوالۍ اړوند د سرحوز دښتې، یباب دښتې، سرجرم دښتې او راغک دښتې د سیمو موضوع چې کابو سلګونه جریبه ځمکه رانغاړي له سیمه ییزو مسوولینو سره مطرح کړه او د ځمکې د غصب د مخنیوي او د یادو سیمو د تثبیت برخه کې دیادې ولسوالۍ  له مسولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جرم ولسوال له هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او پریکړه وشوه چې د تخنیکي هیئت د سروې ټیم د یادې سیمې د تثبیت او سروې له پاره جرم ولسوالۍ ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS