پروان ولایت کې له ۱۶۹۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه بررسي شوه

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.
یاد هیئت یوزباشي سیمه کې له ۷۱۱ او ۷۱۲ کادستري قطعو څخه چې د کادستر سندونو کې عامه سلطاني ثبت ده، لیدنه وکړه. ددغې ځمکې اندازه ۱۶۹۰۶.۳۵ جریبه ده او د هغې حدود هم کادستري کتاب کې هم مشخصې دي. د یادې سیمې جي پي اس ټکي اخیستل شوي او د هغې ځمکه تشخیص او تفکیک شوې او کرښې (سرحدونه) يې تعیین شول.
هيئت ددغې سیمې له غاصبینو سره کتلې او د غصب په اړه یې له هغو سره خبرې کړي. او نږدي ۷۰۰۰ جریبه ځمکه دغې سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي ته لیږدول شوې او د هغې څو نمرې هم ویشل شوي. او د ویشل شو نمرو مالکانو ددغې قطعې یو اندازه نوره ځمکه هم غصب کړې ده.
له دغې قطعې څخه پاتې ځمکې د درانیو، خروټو، یوزباشي قومونو او د کوه صافي ولسوالي خلکو او د پروان ولایت یو شمیر نورو خلکو لخوا تصرف شوي دي او پرې کورونه، کرنیزې ځمکې، ریګریشنونه او نور تاسیسات جوړ شوي دي.

په همدې حال کې، د زابل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د زابل ولایت مرکز په هزاري کلي کې د ۱۲۰۰ کورونو موضوع بررسي شوه او راتلونکې غونډه کې د هغې نظارت او مرکز ته یې د سندونو استولو پریکړه وشوه.
دغې ناسته کې، شینکۍ ولسوالۍ کې د یو شخص او قلات ښار کې د یو بل شخص موضوع او په قلات ښار کې د ښوونې ریاست اړوند شودیاري جومات ته څیرمه د یو ښوونځي موضوع بررسي شوه.

پر دې سربېره، د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د لیدل شوو ځمکو د ټولو غیر شرعي متصرفینو سندونه بررسي او مطالعه شول.
په دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې نږدې ۷۰ نور انګړونه چې د قلعه نو ښاروالۍ تر ادعا لاندې دي، راتلونکي ورځ ولیدل او له متصرفینو څخه يې سندونه وغوښتل شي.