کندز ولایت کي۳ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Dec 29 2022 9:44 AM
.

د کندز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او زرګونه جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه.

یاد هیئت ددغه ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې له ۳ زرو جریبو څخه زیاته ځمکه بررسی او امارتي یې تثبیت کړه. د یادې ځمکې زیاته برخه کرنیزه ځمکه وه او د هغې ځینو برخو کې کورونه جوړ شوي دي. د یادې ۳ زره جریبه ځمکې څخه ۱۵۰۰ جریبه یې خالصه امارتي او پاتې ۱۵۰۰ جریبه يې د ځینو اشخاصو لخوا د مالکیت تر ادعا لاندې ده چې د هغوی سندونه راټول او تر بررسۍ لاندې دي.

دغه راز یاد هیئت د سپین زر تصدۍ له متصرفینو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

.

په همدې حال کې، د فراه ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه بحث وشو او ددغه ولایت د مرکز له غلامان سیمې څخه د عملي اقداماتو پر پیل پریکړه وشوه.

دغې ناسته کې د زیاتو مصرفونو پر مخنیوي، سیمو کې د هیئت پر حضور او د سندونو او مدارکو پر ټولولو ټینګار وشو.

پر دې سربېره، د پکتیکا ولایت تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تېرې یوې میاشتې راپور بیا وکتل شو.

.

دغې ناسته کې، د پیل شوو کارونو پر بشپړېدو، د کرنې ریاست لخوا د تثبیت شوو ځمکو د اجارې ورکولو بهیر تېرولو، د چارو پر چټکتیا او مرکز کې بررسیو ته لومړیتوب ورکړلو باندې ټینګار وشو.

دغې ناسته کې، د ټولو کادستري نقشو پر حاضرولو او له هغو سره سم د امارتي ځمکو پر معلومولو پریکړه وشوه.

د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت رییس او غړو په حضور جوړه شوه او پکې د یو شخص سندونه چې زنبور خان سیمه کې د کرنې ریاست اړوند پر ۴۰ جریبه ځمکې د مالکیت ادعا لري، تعیین شو.

.

دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې بغده مرده سیمې په تړاو د اشخاصو سندونه او ددغې موضوع راپور کمېسیون ته وړاندې شي. دغه راز پریکړه وشوه چې ګرګ کشته دوسیې په اړه بیا ځل معلومات وغوښتل شي او د چو او سل بستر روغتون شا ته د سیمې په اړه له خلکو او د ځمکې آمریت څخه لا زیات تحقیقات ترسره شي.

دغې ناسته کې یو هیئت د ښاروالۍ پلان شوې سیمې دقیق مساحت سنجش او بررسۍ په منظور تعیین شو او ۱۲ قطعې لاس نه خوړل شوې ځمکې د ځمکو د آمریت لخوا تخنیکي هیئت ته معرفي شوې وې، هم بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS