ننګرهار ولایت کې زر جریبه ځمکه امارتي تشخیص شوه

hayat_admin
Wed, Dec 28 2022 11:56 AM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت ددغه ولایت مهمند درې ولسوالۍ ته سفر وکړ او زر جریبه ځمکه یې امارتي تشخیص کړه.

دغه هیئت د یادې ځمکې ۱۰۰ جریبه د اسلامي امارت له اصولو سره سم په اجاره ورکړه. دغې سیمه کې نورې تثبیت شوې ځمکې به ډیر ژر په اجاره ورکړل شي.

.

په همدې حال کې، د بامیان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د بامیان نوین ښارګوټي په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د یاد ښارګوټي مالکان وغوښتل شي او له اړوندو ادارو څخه د ښارګوټي سندونو په تړاو له شریعت او د ځمکې د غصب د مخنیوي مقررې سره سم څېړنې وشي. دغه راز د تخنیکي هیئت یوه کمېټه تعیین شوه چې د تخنیکي هیئت د ۶ میاشتو کاري راپور جوړ او راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې، د امنیه قوماندانۍ لخوا د اداري اصلاحاتو د آمریت غصب شوو ځمکو په اړه بحث او موضوع د شرعي اجراآتو له پاره د امارت قضایاو ته راجع کړل شوه. دغه راز  ددغه هیئت غړو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو اجراآتو او ستونزو راپور عدليې ریاست سره شریک کړي.

1

پر دې سربېره، د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د علینګار ولسوال او ددغې ولسوالۍ امنیه قوماندان د کچور او ابي ناو د شخړې لاندې ځمکې د لا زیاتې بررسۍ له پاره  راتلونکې غونډې ته وغوښتل شي.

د ۲R پلان شوې سیمې ښارګوټي په اړه پریکړه وشوه چې ددغې سیمې د غاصبینو نظرونه او غوښتنې واخیستل شي او د نهایي پریکړې له پاره کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز یاد هیئت د قرغه يي ولسوالۍ د دره غر او حسین آباد کلیو د ۲۱۶ جریبه کرنیزې ځمکې غاصبینو او د بصرام لېسې له غاصبینو سره وکتل.

د حسین آباد او دره غر غاصبینو وویل چې هغوی ۲۱۶ جرییه ځمکه د څړځای او د هستوګنې سیمې  له پاره تصرف کړي او د یادې ځمکې د اجارې غوښتنه یې وکړه. هیئت پریکړه کړه چې هیئت راتلونکې ورځ پر یادې ځمکې حاضر او ځمکه په اجاره ورکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS