د بلخ ولایت د استیناف محکې له رییس سره ددغه ولایت د عدلیې رییس کتنه

hayat_admin
Wed, Dec 28 2022 10:54 AM
.

د بلخ ولایت د عدلیې رییس مولوي امرالله مصلح د جمادي الاول میاشت په ۲۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ ددغه ولایت د استیناف محکمې له رییس مولوي محمد یوسف ابوالوفاء سره د عدليې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

دغه کتنه د دواړو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه ترسره شوه او پکې د عدليې رییس ددغه ریاست د کړنو او اجراآتو او دواړو ریاستونو ترمنځ د ګډو موضوعاتو په اړه، د استیناف محکمې له رییس سره بحث اوخبرې وکړې.

په دغې کتنه کې،  د عدليې رییس د دواړو ریاستونو ترمنځ لا زیاته همغږي او همکاري د چارو ښه والي او د حقوقي پریکړو تطبیق او د روڼتیا رعایتولو برخه کې اغیزمنې یادې کړې او دواړو ریاستونو ترمنځ د ګډو موضوعاتو رسیده ګۍ او د مراجعینو ستونزو ته د رسیده ګۍ برخه کې، همغږي مهمه وګڼله.

په دغې لیدنه کې، دواړو لور د دواړو ریاستونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او یو بل ته يې د مراجعینو حقوقي پریکړو او د اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو تطبیق برخه کې د بشپړې روڼتیا په پام کې نیولو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS