د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د موټر له پلورنځیو څخه ددغه ولایت د عدلیې ریاست د هیئت لیدنه
د هلمند ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي د لارښوونې پر اساس د جمادي الاول میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه ولایت د سنګین ولسوالۍ د موټر له پلورنځیو څخه نظارت او لیدنه وشوه.
دغه لیدنه د هلمند ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي عبدالاحد مظهري او د هغه مل پلاوي لخوا، ترسره شوه.
په دغې لیدنه کې، د یادې ولسوالۍ د موټر پلورنځیو د فعالیت جوازونه بررسي شول او د هغو موټر پلورنځیو مالکانو ته چې د جواز موده یې پوره شوې وه، لارښوونه وشوه چې د خپل جواز د تمدید له پاره اقدام وکړي. دغه راز هغو موټر پلورنځیو ته چې جواز یې نه درلود لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره جواز ترلاسه کړي او په قانوني ډول فعالیت وکړي.
د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو څخه د نظارت پروسه په دغه ولایت کې دوام لري او ددغه ولایت په نورو ولسوالیو کې به هم د موټر له پلورنځیو څخه نظارت ترسر شي.