د عدلیې وزارت له سرپرست سره د افغانستان د طبي شورا د سرپرست کتنه

hayat_admin
Mon, Dec 19 2022 10:33 AM

د افغانستان د طبي شورا سرپرست ‌ډاکټر عثمان ګلزي او د هغه مل پلاوي د جمادي الاول میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې، دواړو لورو د قوانینو، مقرراتو او اصول جوړونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عدليې وزارت سرپرست په دغې کتنه کې، په افغانستان کې د غیر معیاري طبابت او بې کیفیته درملو استعمال په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د طبي شورا مسوولینو ته يې د اخلاص او خلکو ته ښو خدمتونو په وړاندې کولو سپارښتنه وکړه. دغه راز نوموړي په افغانستان کې د طبابت پر معیاري کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د طبابت موخه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او د ناروغیو درملنه ده.

د عدليې وزارت سرپرست د اصول جوړولو په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات ورکړل او دغه فرمان کې موجوده مادې يې د طبي شورا مسوولینو له پاره تشریح کړې. نوموړي د طبي شورا مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په طبي قوانینو کې مجازاتو او مکافاتو ته زیاته توجو وکړي او اشخاصو له پاره د جواز په ورکولو کې له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې مسوولیت پېژندنه یو مهم اصل دی او موږ باید خپل مسوولیتونه وپېژنو او د هغو په رڼا کې خپل مسوولیتونه او کارونه مخ ته یوسو. هغه زیاته کړه چې سفارش طبابت کې خیانت دی او باید هغه چا ته د فعالیت جواز ورکړل شي چې اهلیت یې ولري.

په دغې لیدنه کې، د طبي شورا رییس وویل چې د قوانینو د جوړولو برخه کې د طبي شورا بورډ ته دنده سپارل شوې ترڅو دغې برخه کې د اړوندو قوانینو مسودې په بشپړ دقت او څېړنې سره جوړې کړي او د علماو د نظر له تېرلو څخه یې وروسته عدليې وزارت ته واستوي.

د طبي شورا مسوولین له عدلیې وزارت څخه د همکارۍ غوښتونکي شول او ژمنه یې وکړه چې دغه شورا به خپل خدمتونه د اسلامي شریعت او د اسلامي امارت د نافذ شوو قوانینو په چوکاټ کې وړاندې کړي.

 

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS