له ۲۲ زره او ۴۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه په ۴ ولایتونو کې امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sat, Dec 10 2022 2:22 PM
.

د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هيئتونو په لوګر، سمنګان، پروان او غور ولایتونو کې د یاد شوو ولایتونو د غصب شوو سیمو په بررسۍ سره کابو ۲۲ زره او ۴۱۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

لوګر ولایت کې، د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ د خاکي دښتو او چهل تن دښتې څخه لیدنه وکړه او ۳ قطعې ځمکه په دغو سیمو کې چې په ټوله کې مساحت یې ۱۹۰۰۴ جریبه کېږي، امارتي تثبیت کړه.

په همدې حال کې، د سمنګان ولایت تخنیکي هیئت هم ددغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ له قرن درې او کلچه قزاغلي د کیلیو له سیمو څخه لیدنه وکړه او نږدې ۴۰ قطعې ځمکه یې بررسي کړې. ددغې بررسۍ په پایله کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه په یادو سیمو کې امارتي تثبیت شوه.

.

پر دې سربېره د پروان ولایت د تخنیکي هیئت کار د بګرام ولسوالۍ د خم کلان له سیمې څخه په بریالیتوب سره پای ته ورسید او په وروستنۍ بررسۍ کې تخنیکي هيئت ۴۵۹.۰۲ جریبه نوره ځمکه د بګرام ولسوالۍ د خم کلان د څینزیو او میاخیلو په کيلیو کې، امارتي تثبیت کړه او ددغو سیمو د غاصبینو لست يې د خلکو په همکارۍ جوړ کړ.

د غور ولایت د کرنې رییس (د تخنیکي هیئت رییس) هم د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د یو هیئت په مشرۍ ددغه ولایت د تیوره ولسوالۍ او پسابند ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او ځیني غصب شوې برخې یې مشخصې کړې.

.

دغه هیئت، د تیوره د مخابراتو کوټې کې  شاوخوا ۲ جریبه امارتي ځمکه او د تیوره زوړ برج لاندې شاوخوا ۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

دو قطعې نورې امارتي ځمې هم په تیوره ولسوالۍ کې چې یوه يې د بلند آبه مسګرا کې او دوه یمه قطعه ځمکه د سړک شاته ده ، چې له بررسۍ څخه وروسته امارتي تثبیت شوه او د امارتي ځمکو بانک کې زیاته شوه.

د پسابند ولسوالۍ د قهر جنګل په سیمه کې هم ۱۹۴۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه او دغه راز د هغې د اجارې ورکولو بهیر هم پيل شوی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS