د شمال زون ولایتونو د عدليې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره د څلور ورځني سیمینار جوړیدل

hayat_admin
Mon, Dec 05 2022 3:36 PM

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د جمادي الاول میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د عدلیې رییس مولوي امرالله مصلح په حضور سره د شمال زون د عدليې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره څلور ورځنی سیمنار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د بلخ ولایت په عدلیې ریاست کې جوړ شوی د بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو د عدليې ریاستونو آمرینو او کارکوونکو په کې ګډون کړی دی.

په دغه سیمینار کې د بلخ ولایت د عدلیې رییس ګډونکوونکو ته ښه راغلاست وویل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې له دغه سیمنیار څخه اعظمي استفاده وکړي او د خپل مسوولیتونو په ترسره کولو کې له صداقت او اخلاص څخه کار واخلي.

په دغه سیمنار کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمدضیاء خبیب ددغه سیمینار په اړه معلومات وړاندې کړل او له ګډونکوونکو څخه یې وغوښتل چې په یاد سیمینار کې فعالانه ونډه واخلي.

دغه سیمینار کې چې د چهارشنبې تر ورځي  پورې دوام مومي او په هغه کې د اداري او مسلکي برخو موضوعات (اداره او مدیریت، د پلان طرحه او ترتیب او اداري مراسلات) تدریس کیږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS