له ۹ زره جریبه څخه زیاته ځمکه په کابل ولایت کې، امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Dec 01 2022 11:14 AM
.

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د کابل، بامیان، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو کاري غونډې جوړې کړې او د ځمکې د غصب د مخنیوي له پاره یې په بېلابېلو سیمو کې اقدام کړی.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، په دغه ولایت کې له درې غصب شوو سیمو څخه چې د ملا جاوید ښارګوټی، د ملاتره خیل ښارګوټی او بګرامۍ ولسوالۍ کې د ګوسفند درې سیمه په کې شامله ده، لیدنه او  بررسي کړل.

 ددغې بررسۍ پایله کې مشخصه شوه چې د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند د ملا جاوید ښارګوټی چې ۲۰۰ جریبه ده، په بشپړ ډول غصبي ده.  دغه راز د بګرامۍ  ولسوالۍ په ګوسفند درې سیمه کې ۸۹۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې چې تثبیت شوه. د بند غازي سړک په غاړه ۱۵۱ جریبه ځمکه او د چناري سیمه کې څو جریبه ځمکه د درېو غاصبانو لخوا  غصب شوې ده.

یاد هیئت د ملاتره خیل ښارګوټې څخه لاندې سیمې د کابل سیند پورې هم  غصبې تشخیص کړې او د یادو سیمو غاصبان یې هم مشخص کړل.

1

د بامیان ولایت د تخنیکي هیئت هم خپله ناسته  جوړه کړه او د بامیان مرکز جرخشکک کې له دوو قطعو ځمکو څخه لیدنه وکړه. چې له دغو ځمکو څخه یوه ۱۸۰۲ جریبه او بله یې ۵۰ جریبه ځمکه کېږي. یاد هیئت ددغه ولایت د ولسواليو له مقاماتو څخه په ولسواليو کې د غصب شوو ځمکو سندونه وغوښتل چې د هیئت لخوا بررسي شی.

.

دغه راز، د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او د غړو په حضور کې جوړه شوه. په دغې ناسته کې ګډونکوونکو د هیئت د کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د بدخشان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په خپل لومړي ګام کې په دغه ولایت کې  د ولایت د مقام او کرنې او اوبولګولو ریاست ترمنځ د ۱۱ جریبه ځمکې حقوقي شخړه حل او فصل کړه او یاده ځمکه یې د کرنې ریاست ته وسپارله ترڅو د شنې ساحې د بیا جوړولو له پاره یې استفاده کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS