د جنوب زون د عدليې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو له پاره د څلور ورځني سیمینار پای

hayat_admin
Wed, Nov 23 2022 3:27 PM
.

د جنوب زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو د امرینو او کارکوونکو څلور ورځنی سیمنیار د ربیع الثاني میاشت په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ ددغه سیمنیار ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.

په دغه سیمینار کې چې د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري جوړ شوی و، د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او دایکندي ولایتونو د عدليې ریاستونو ۳۰ تنو امرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو چې په اداري او مسلکي برخو کې یې موضوعات زده کړل.

.

ددغه سیمینار په پای کې چې د عدليې ریاست د کندهار په ولایت کې جوړ شوی و، د عدليې رییس الحاج مولوي نوراغا هاشمي، د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو امر مفتي احمد ضیاء خبیب او ددغه سیمینار ګډونوالو حضور درلود.

1

په دغو مراسمو کې دعدليې رییس ددغه سیمینار له ګډونوالو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سیمینار د ادارو د چارو په ښه والي کې اغیزمن واقع شي. نوموړي په راتلونکي کې هم ددغه راز برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.

دغه سیمینار د کندهار ولایت د عدليې رییس له لوري ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS