د ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناسته جوړه شوه
د میدان وردک، بامیان، پنجشیر او زابل ولایتونو د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو په تېرو دوو ورځو کې خپل ناستې ددغو ولایتونو د کرنې رییسانو په مشرۍ چې د یاد هيئتونو ریاست هم پرغاړه لري او د عدلیې رییسانو او ددغه هیئت د نورو غړو په حضور کې جوړې کړې.
په دغو ناستو کې چې د یادو ولایتونو د کرنې په ریاستونو کې جوړې شوې، د هغو ننګونو او ستونزو په اړه چې یاد هیئتونه به د کار په لړ کې ورسره مخ شي، بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
په دغو ناستو کې، د یادو ولایتونو د کرنې رییسانو چې د یاد هیئتونو ریاست پرغاړه لري، د موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري یادو هیئتونو ته ډېر دروند مسوولیت سپارل شوی او ددغه مسوولیت د لا ښه پرمخ وړلو په منظور د چارو سرته رسولو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده. هغوی د دغه هیئت له غړو څخه وغوښتل چې دغه مسوولیت په ګډ ډول په امانت دارۍ او په ښه ډول ترسره کړي.
په یادو ناستو کې، د هیئتونو غړو د موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې د چارو د لا ښه سرته رسولو په منظور خپلو کې شریک کړل.
په دغو ناستو کې د چارو د لا ښه سرته رسولو په منظور له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د غونډو د جوړو په څرنګوالي، ددې موضوع په اړه د جوماتونو له لارې د پوهاوي ورکوونې، ولسوالیو کې د اړوندو کمېټو جوړول او د نورو برخه په اړه لازم تصامیم ونیول شول.
