په خوست ولایت کې د ځمکې د غصب مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت لومړۍ ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او ددغه هیئت رییس مولوي عبدالصمد محمدي په مشرۍ او د عدلیې رییس مولوي لاهور خان وفادار او ددغه هیئت د نورو غړو په حضور کې د خوست ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوه.
په دغې ناسته کې ښاغلي محمدي د موضوع په اړه خبرې وکړې او د راتلونکي پلان جوړولو او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه يې معلومات وړاند کړل.
په یاده ناسته کې، ددغه هیئت غړو د موضوع په اړه بحث وکړ او په ښه ډول د چارو د پرمخ وړلو په منظور یې خپل نظرونه سره شریک کړل.
په دغې ناسته کې په ښه توګه د چارو سرته رسولو په منظور له هر اړخیز بحث څخه وروسته یو لړ پریکړې او لازم تصامیم ونیول شول.
