د پکتیا ولایت د عدليې رییس ددغه ولایت د ولسوالیو د حقوقو لویو مدیرانو سره وکتل

hakeem_admin
Tue, Nov 15 2022 3:03 PM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي د ربیع الثاني میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه ولایت د حقوقو له لویو مدیرانو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او په هغې کې د عدليې رییس د تېرې یوې میاشتې د لاسته راوړنو، موجوده ستونزو او د راتلونکې میاشت د کاري پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

په دغې ناسته کې د عدلیې رییس د ولسوالیو د حقوقو لویو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې د نظام د تحکیم او بقا له پاره هڅه وکړي او نظام له پاره خدمت وکړي. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې خپل سیرت او صورت له نبوي سنت سره سم عیار کړي او په خپلو کې متقابل احترام مراعات کړي.

دغه راز د عدلیې رییس د ځمکو اړوندو قضیو، د هغو عریضو حفظ چې عارض يې تر یو میاشت نه وي تعقیب کړي، د نغدې جریمو مخنیوي، حقوقي دعواو او د اوونیز، میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو او د نورو موضوعاتو په اړه د ولسوالیو د حقوقو مدیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په یاده ناسته کې د ولسوالیو د حقوقو لویو مدیرانو خپل ستونزې او وړاندیزونه د عدلیې له رییس سره شریک کړل او د عدلیې رییس هغوی ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل او د وړاندیزونو ترلاسه کولو په برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS