د جوزجان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Thu, Nov 10 2022 11:59 AM
.

د جوزجان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي محمد نظر فایق په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په هغې د عدلیې رییس د صداقت او اخلاص په اړه خبرې وکړې وویل چې ټول کارکوونکي باید ورسپارل شوو دندو کې اخلاص او صداقت ولري. هغه زیاته کړه چې په حقیقت کې په اخلاص او صداقت سره د کارونو ترسره کول د عبادت یو ډول دی.

.

دغه راز د عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکي له مراجعینو سره د ښو او نیکو اخلاقو توصیه وکړه ويې ویل چې حسنه اخلاق او ښه رویه انسان کمال او رښتېنې خوښۍ ته رسوي. هغه د یاد ریاست کارکوونکو له پاره توصیه وکړه چې په ټاکل شوي وخت خپلو دندو ته حاضر اوسي.

دغه راز د عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل اوونیز، میاشتني او ربعوار ګزارشونه په خپل وخت او له فارمټ سره سم د توحید په موخه ددغه ریاست مالي او اداري مدیریت ته واستوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS