د حقوقي مرستو د ریاست د مسلکي کارکوونکو له پاره د روزنیزې برنامې جوړیدل

hakeem_admin
Sat, Nov 05 2022 3:09 PM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د دغه ریاست د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په منظور د دغه ریاست د مسلکي کارکوونکو له پاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامه کې چې د ربیع الثاني میاشت په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده، د انسان د مفهوم، اسلام کې د انسان درناوی، د اسلام په شریعت کې د انسان اساسي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي حقونو په څېر موضوعات تدریس شول.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رییس مولوي رحمت الله حقاني د دغې برنامې پرانېستې کې وویل چې د دغه وزارت مشرتابه د ظرفیت د لوړولو برنامه د دغې ادارې د کارکوونکو د مسلکي پوهې د لوړولو په منظور د ورځنیو اړتیاو او د اسلامي شریعت حکمونو ته په کتلو سره د دغې ادارې د کاري برنامو په سر کې نیول شوي.

د هغه په وینا د دغه راز برنامو په لار اچول او له هغه څخه ګټوره استفاده د اجرااتو په قانونیت او د عدالت په تامین کې ګټور دي او د کاري بهیر چټکتیا تضمینوي.

د حقوقي مرستو رییس د دغه ډول برنامو په لاره اچولو څخه د کاري ننګونو حل یوه اساسي ګټه یاده کړه.

د حقوقي مرستو ریاست هر کال د دغه ریاست د مسلکي کارکوونکو او حقوقي مرستندویانو د ظرفیت د لوړولو له پاره د ظرفیت لوړلو روزنیزه برنامه په لار اچوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS