د کندهار ولایت د عدليې ریاست د دارالتادیب نوی امر معرفي شو

hakeem_admin
Wed, Nov 02 2022 3:00 PM
.

مولوي نعمت الله عاصم د ربیع الثاني میاشت په ۶ نېټه د سه شنبې په ورځ په خدمتي ډول د کندهار ولایت د عدليې ریاست د دارالتادیب د امر په حیث د دغه امریت کارکوونکو ته معرفي شو.

ښاغلی عاصم چې د کندهار ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو امر په حیث دنده ترسره کوي، د دغه ولایت د عدليې ریاست له لوري د اړتیا پر اساس د اصلي دندې پرمخ وړلو ترڅنګ په خدمتي ډول د دغه ولایت د عدليې ریاست د دارالتادیب د امر په حیث معرفي شو.

په هغه ناسته کې چې په همدې مناسبت د کندهار ولایت په دارالتادیب کې جوړه شوې  وه، مولوي الله داد عابد د موضوع په اړه خبرې وکړې.  هغه د مدیریت په سیستم کې تغییر او تبدیل یو اداري اصل یاد کړ ویې ویل چې د همدغه اصل پر اساس ریاست اړین ګڼي چې ښاغلی عاصم چې یو وړ او باتجربه شخص دی،  د اصلي دندې ترڅنګ یې د دارالتادیب د امر په حیث وټاکي.

ښاغلي عابد د یاد امریت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د دغه مسوولیت په لا ښه ترسره کولو کې له ښاغلي عاصم سره همکاري وکړي.

ښاغلي عاصم په دغې ناسته کې د عدليې رییس له باور او اعتماد څخه مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې دغه مسوولیت به په اصولي او صادقانه ډول ترسره کړي. هغه د یاد امریت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې له هغه سره همکار اوسي او یو ګډ او دوستانه کاري چاپېریال رامنځته کړي.

په دغې ناسته کې د کندهار ولایت د  دارالتادیب کارکوونکو د دغه امریت له نوي امر سره د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS