د معاملو د لارښوونو د اتحاديې په ناسته کې د ننګرهار ولایت د عدليې رییس ګډون

hakeem_admin
Tue, Oct 25 2022 2:53 PM
.

د ننګرهار ولایت د عدليې رییس مولوي فاتح الله فاتح د ربیع الاول میاشت په ۲۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د معاملو د لارښوونو د اتحاديې په ناسته کې ګډون وکړ.

په دغې ناسته کې، د عدلیې رییس د موضوع په تړاو وینا وکړه او د معاملو د لارښوونو د اتحاديې جوړیدل يې د همغږۍ، یووالي او روڼتیا په لاره کې یو اغیزمن ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه اتحادیه کولای شي د معاملو د لارښوونو د کنترول او بررسۍ امریت په کارونو کې چټکتیا او اغیزمنتوب رامنځته کړي.

.

دغه راز هغه زیاته کړه چې د دغې اتحاديې په جوړیدلو سره به د معاملو د لارښوونو د بې جوازو دفترونو  د خپلسرو فعالیتونو مخ ونیول شي.

په یاده ناسته کې د اتحاديې غړو د اسلامي امارت د اصولو پر تطبیق او پلي کولو هم ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د نظام مخالفینو ته کور په کرایه نه ورکوي او د کرایه نشین پوره هویت او شهرت د عدليې ریاست په همغږي له امنیتي او کشفي ارګانونو سره شریکوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS