د عدليې وزارت استول شوي هیئت د بلخ ولایت د عدليې له ریاست څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Mon, Oct 24 2022 2:44 PM
.

د عدليې وزارت استول شوي هیئت د ربیع الاول میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د عدليې ریاست د اجرااتو او فعالیتونو د ارزونې په منظور، د دغه ریاست له رییس او امرینو سره وکتل.

په دغې ناسته کې چې د بلخ په عدليې ریاست کې جوړه شوې وه، لومړۍ د عدليې رییس مولوي امرالله مصلح د دغه ریاست امرین او مدیران یاد پلاوي ته معرفي کړل او د دغه ریاست د فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

.

د عدليې رییس د ریاستونو د چارو او فعالیتونو ارزونه او بررسي د مسوولینو د وړتیاوو د لوړولو له پاره یو اغیزمن اقدام وباله او زیاته یې کړه چې دغه ډول ارزونې کولای شي د مسوولینو د چارو په اصلاح او ښه والي کې او د مراجعینو ستونزو ته د رسیدګۍ له پاره مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي مصلح د بلخ ولایت د عدليې ریاست په استازیتوب د دغه ریاست د بېلابېلو برخو د ارزونې په برخه کې یاد هیئت ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاد هیئت د عدليې ریاست له معلوماتو څخه مننه وکړه او ويې ویل چې د دغه سفر موخه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د اجرااتو او د فعالیتونو ارزونه او نظارت دی او په یاده برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS