د پکتیا ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

waheed
Tue, Oct 18 2022 1:36 PM
..

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست میاشتنۍ اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي په مشرۍ او د عدليې ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون د دغه ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د تېرې میاشت لاسته راوړنو، ستونزو او د راتلونکې میاشت د پلانونو په اړه خبرې وکړې او دغې برخه کې یې د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو وړاندیزونه، ننګونې او ستونزې واورېدې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل په منظور به له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه و نه کړي.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکو له پاره توصیه وکړه چې له خپلو امرینو څخه اطاعت وکړي، او خپل سیرت او صورت د نبوي سنت پر مطابق عیار کړي. دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته وویل چې د امر بالمعروف له حکمونو څخه اطاعت وکړي او خپل لمونځونه په جماعت سره  ادا کړي.

د عدليې ریاست د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې حاضري ته پابنده اوسي او په ټاکل شوي وخت خپلو کارونه ته حاضر شي او له بې ځایه غیرحاضرۍ څخه ډډه وکړي.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپلو اجرااتو کې اصول مراعات کړي او له مراجعینو سره ښه رویه ولري او خپل کارونه په خپل وخت ترسره کړي.

.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS