د ننګرهار ولایت د عدليې رییس د نابینایانو او ناشنوایانو لیسې څخه لیدنه وکړه

waheed
Thu, Oct 13 2022 12:16 PM
............

د ننګرهار ولایت د عدليې رییس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ربیع الاول میاشتې په ۱۶ ڼېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د نابینایانو او ناشنوایانو لیسې څخه لیدنه وکړه.

 په دغې لیدنه کې، له عدليې رییس سره د عدليې ریاست د حقوقو امر او د ننګرهار ولایت د خیریه بنسټونو د ټولنې رییس ملګري ول. دغه هیئت د نابینایانو او ناشنوایانو لیسې د مسوولینو د غوښتنې پر اساس له یادې لیسې څخه لیدنه وکړه.

.

په دغې لیدنه کې د عدليې رییس د نابینایانو او ناشنوایانو د حقوقو په تړاو خبرې وکړې چې نابینایان او ناشنوایان د ټولنې د نورو قشرونو په څېر شرعي او قانوني حقوقو څخه برخمن دي او باید هغو ته توجه وشي او د هغوی حقوقو ته درناوی وشي.

د ننګرهار ولایت د عدليې رییس د لارښوونې پر اساس، المواسات خیریه بنسټ د ناشنوایانو تدریس له پاره یو شمېر قرطاسیې او تدریسي وسایل لکه کتابونه، قرطاسیې، د نقاشي وسایل او یو ټلویزیون له یادې لیسې سره مرسته وکړه. د المواسات خیریه بنسټ د دغې لیسې مسوولینو سره د لا زیاتو مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

په پای کې د یادې لیسې امر د عدليې له رییس او د خیریه بنسټ له مسوولینو څخه مننه وکړه او له دغې لیسې سره یې د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS