په کابل ولایت کې د غیر قانوني فعالیت په دلیل د معاملو د لارښوونې او د موټرپلورنځیو ۱۴۴ دفترونه وتړل شول

waheed
Mon, Oct 10 2022 3:00 PM
.

د عدليې وزارت په تېرو ۳ میاشتو کې د کابل ولایت په ښار او ولسوالیو کې د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه د دوامداره نظارت سره د معاملو د لارښوونې ۱۴۴ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل تړلي دي.

د دغو ۳ میاشتو په لړ کې د کابل ولایت په اتمه، اولسمه، یوولسمه ناحیو او په قره باغ ولسوالۍ کې د معاملو د لارښوونې او د موټر پلورنځي له ۷۸۱ دفترونو څخه نظارت او بررسي شوې چې د هغوی د ۱۴۴ دفترونو فعالیتونه غیرقانوني تثبیت شوي او پاتې نورو باندې هم ټینګار شوی چې له قانون سره سم فعالیت ترسره کړي.

دغه راز د دغې مودې په لړ کې ۲۷۸ عریضه لیکوونکي هم نظارت او بررسي کړي او سرغړونکو ته یې توصیه کړې چې وروسته له دې د عریضه لیکونکو له قانون سره سم فعالیت ترسره کړي.

.

یاد نظارت او بررسي د ګرانو هېوادوالو د فریب او سرګردانۍ د مخنیوي، د غیرقانوني او د خپلسرو فعالیتونو څخه د مخنیوي، د ملي عوایدو لوړولو، د مالیاتي فرار (اختلاس) او پټولو څخه د مخنیوي او د معاملو د لارښوونې د جواز رسمي کولو په منظور ترسره شوي دي.

دغه فعالیتونه د معاملو د لارښوونو او عریضه لیکونکو د بررسۍ او نظارت امریت له لوري، چې د معاملو د لارښوونو او  د عریضې لیکونکو د ریاست په چوکاټ کې  یو نوی رامنځ ته شوی امریت دی ترسره شوي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS