د هرات ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

waheed
Mon, Oct 10 2022 11:07 AM
.

د هرات ولایت د عدليې ریاست د کارکوونکو اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي یار محمد جانان خادمي په مشرۍ جوړه شوه.

یاده ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د عدليې رییس د دغې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل  چې د عدليې ریاست لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندېږي، دنده يې د عدالت تامین او حق حقدار ته سپارل دي.

هغه دې ته په اشارې سره وویل چې د عدليې ریاست دنده خورا درنده او له مسوولیت څخه ډکه ده، د دغه ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل ټول اجراات د شریعت او اصولو سره سم ترسره کړي او له مراجعینو سره نیک او ښه چلند ولري.

په دغې ناسته کې، د عدليې ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې څرګندې کړې چې د عدليې رییس له لوري د دغو ستونزو د حل له پاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS