حقوقي ادارو باندې د حاکمو اصولو د پوهاوي د دوه ورځني سیمینار پای

waheed
Sat, Oct 08 2022 2:35 PM
.

حقوقي ادارو باندې د حاکمو اصولو د پوهاوي دوه ورځنی سیمینار چې د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست له لوري د دغه ولایت  د ولسوالیو د حقوقو نوو مقرر شوو مدیرانو ته جوړ شوی و، د ربیع الاول میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسید.

د پکتیکا ولایت د عدليې رییس مولوي حیات الله آمین د دغه سیمینار په لومړۍ ورځ، د ولسوالیو د حقوقو مدیران خپلو کارونو ته متوجې کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د امارتي ملکیتونو پر سر د خلکو ترمینځ مصالحه و نکړي او که چېرې هغوی ته د متخاصمینو ترمینځ د مدعی بها کومې ځمکې په اړه شک رامنځ ته شو، دوسیه دې له لومړنیو څېړنو څخه وروسته د امارت د قضایاو آمریت ته واستوي.

دغه راز د عدليې رییس د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو څخه وغوښتل چې د اړوند ولسوال څخه اطاعت وکړي، او د هغوی اصولي لارښوونې او امرونه ومني. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې خپلو اجراآتو کې له خلکو سره نیک تعامل ولري او هڅه وکړي چې له نورو ادارو سره د همکارۍ او همغږۍ فضا کې  خپلې دندې ترسره کړي.

دغه راز هغه د حقوقو له مدیرانو څخه وغوښتل چې له دغه سیمینار څخه چې د هغوی د ظرفیت د کچې د لوړولو له پاره جوړ شوی، په پوره ګټه پورته کړي.

720

په یاد سیمینار کې د دغه ولایت د حقوقو آمر نقیب الله شهاب د حقوقو د ادارې د مخینې، د حقوقو د ادارې د تشکیلاتو، د اداري مراسلاتو د ډولونو او پر هغو حاکم اصول، د حقوقو د ترلاسه کولو د کړنلارې اساس او موخې، حقوقي عریضو ته د رسیدګۍ د مراجعو او د هغوی حوزوي، ذاتي، تفویضي او نیابتي صلاحیتونو، د حقوقي ادارو د دندو، د رسمي اصلاح لیک مصالحه او معرفي، د محکمو د قطعي او نهایې حکمونو د واجب التعمیل والي او د نورو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د دغه سیمینار په پای کې د حقوقو مدیرانو د یاد سیمینار له جوړونکو څخه مننه او قدر داني وکړه او په راتلونکي کې يې  د دغه ډول سیمینارونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS