د ځمکو د شخړو د حل کمېسیون استول شوي هیئت د سرپل ولایت د عدليې له رییس سره وکتل

waheed
Sat, Oct 08 2022 9:16 AM
..

د ځمکو د شخړو د حل کمېسیون استول شوي هیئت؛ ولایتونو ته د سفر په لړ کې د ربیع الاول میاشتې په ۸ نېټه د سه شنبې په ورځ سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د عدليې له رییس مفتي کمال الدین فاضل سره يې وکتل.

دغه هیئت د مولوي صدرالدین په مشرۍ ولایتونو ته استول شوی دی او د شخړو په اړه د سندونو او مدارکو په راټولو بوخت دي.

1

یاد پلاوي د تخنیکي زده کړو د ادارې او د پوهنې ریاست ترمنځ د حقوقي شخړې، د سرپل ولایت او د غور او فاریاب ولایتونو ترمنځ د مرزي شخړو او د سرپل ولایت د مرکز د دوه یمې ناحیې د تفصیلي پلان د پاتې ۳۰۰ نمرو د ویش په اړه د سندونو او مدارکو راټولول؛ دغه ولایت ته د خپل د سفر د موخو په توګه یاد کړل.

دغه راز د سرپل ولایت د عدلیې ریاست د اړونده ادارو استازي را وبلل او د یادو مسایلو په اړه يې له هیئت سره خبرې وکړې او سندونه، معلومات او مدارک يې د هیئت په واک کې ورکړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS