د غاصبینو له منګلو څخه د یو مسجد د ځمکې د بېرته را ګرځولو په خاطر د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست وستایل شو

waheed
Thu, Oct 06 2022 12:17 PM
111

د ننګرهار د عدليې رییس، امرین او د دغه ریاست مسلکي غړي د جلال اباد ښار د استقلال جامع جومات د شورا لخوا د ستیانلیک په ویشلو، وستایل شول.

د ننګرهار ولایت دعدليې ریاست رییس مولوي فاتح الله فاتح د ربیع الاول میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د لومړۍ او څلورمې ناحيو د استقلال جامع جومات د شورا له مسوولینو او د یادو ناحیو له مشرانو سره وکتل او خبريې ورسره وکړې.

2

د عدلیې رییس د دغې شورا مسوولینو  هرکلی وکړ او زیاته یې کړه  چې د استقلال جامع جومات ځمکه چې له ډېرې مودې راهیسې د یو شمېر اشخاصو له لوري غصب شوې وه چې له نیکه مرغه د امارت د قضایاو د مسلکي غړو په هڅو، د ننګرهار ولایت مرافعې محکمې خپله پرېکړه د امارت په ګټه صادره کړه او د دغه ولایت اوقافو ریاست ته  يې د یادې مدعی بها د سپارلو حکم کړی ترڅو په هغه کې مسجد شریف جوړ شي.

د یادې شورا مسوولینو د عدليې رییس، د امارت د قضایاو امر او دغې قضیې کې د ګمارل شوي څارنوال له هلو ځلو مننه او قدرداني وکړه او زیاته يې کړه چې ستاسو د هڅو او هاندونو پایله وه چې د دغه مسجد ځمکه د غاصبانو له منګولو څخه ازاده شوه.

په پای کې د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست مشرتابه د دغې شورا له لوري د ستاینلیک په ورکولو وستایل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS