په ننگرهار ولایت کې د معاملو د لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د عدلیې ریاست او نورو سیمه ییزو ادارو له استازو څخه ګډ هيئت د ربیع الاول میاشتې په ۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د شپږمې ناحیې او چپرهار ولسوالۍ د معاملو د لارښوونو له دفترونو څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.
د دغه هیئت په جوړښت کې د عدليې ریاست د انسجام آمر او د امارت د قضایاو د آمریت، د ولایت مقام، مستوفیت، ملي امنیت او د امنیه قوماندانۍ استازو ګډون درلود.
په دغې بررسۍ کې ۱۲ د معاملو لارښوونې نظارت او کنترول شوي چې پایله کې یې د معاملو د لارښوونې یو دفتر چې د جواز موده يې پای ته رسیدلې وه مهرلاک او وتړل شوه.
دغه راز د چپرهار ولسوالۍ د معاملو د لارښوونو خاوندانو ته توصیه وشوه چې عدليې ریاست ته مراجعه وکړي او د معاملو د لارښوونو د فعالیت جواز ترلاسه کړي. د معاملو د لارښوونو خاوندانو هم ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د جواز پر اخیستلو اقدام وکړي.
د یادونې وړ دی چې تېرو ۲۰ کلنو کې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د معاملو د لارښوونو د نظارت زمینه مساعده نه وه او دغه لومړی ځل دی چې په دغې ولسوالۍ کې د معاملو د لارښوونو څخه نظارت ترسره کېږي.