د دایکندي ولایت د مقام له لوري د دغه ولایت د عدلیې ریاست فعالیتونه وستایل شول

waheed
Wed, Oct 05 2022 3:28 PM
۱

د دایکندي ولایت مقام د دغه ولایت د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو د بررسۍ په پای کې د ربیع الاول میاشت په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د رهبرۍ په ناسته کې خلکو ته د خدمت رسونۍ برخه کې د عدليې ریاست فعالیتونه وستایل او د عدليې رییس خلیل احمد حنیف ته یې ستاینلیک ورکړ.

په دغه منظور د یو محفل په ترڅ کې د دایکندي ولایت د عدلیې رییس، وروسته د قران عظیم الشان له ختم او دعا څخه، د دغه ریاست ټولو کارکوونکو ته د ستاینلیک د ورکړې له امله مبارکي وویله او د هغوی له پاره یې خلکو ته لا زیات خدمت د وړاندې کولو استدعا وکړه.

د یادونې وړ ده د دایکندی ولایت مقام لخوا د ټاکل شوی هیئت راپور کې د اسلامي امارت اصولو او اهدافو ته د عدلیې ریاست د ټولو کارکونکو روڼتیا، صداقت او ژمنتیا او هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو یادونه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS