په کندز ښار کې د معاملو د لارښوونې دفترونه بررسي شول
د کندز ولایت د عدليې ریاست د انسجام مدیریت مسوولینو د ربیع الاول میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې د معاملو د لارښوونې دفترونه بررسي او کنټرول کړل.
د دغې بررسۍ په لړ کې د معاملو لارښوونې د دفترونو فعالیتونه او د سټې کتابونه کنترول او وڅارل شول او له جعل، تذویر، او سرغړونې څخه د مخنیوي په منظور د یادو دفترونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.