د کندهار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

waheed
Sat, Sep 24 2022 10:07 AM
..

د کندهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي نورآغا هاشمي په مشرۍ جوړه شوه.

 په یاده ناسته کې د دغه ریاست آمرینو، مدیرانو او مامورینو ګډون کړی وو، لومړی د تېرې ناستې موضوعات وڅېړل شول او په یاده برخه کې اړونده آمریتونو د خپل د اجراآتو راپور وړاندې کړ.

په یاده غونډه کې د امارت د قضایاو آمریت کې د تېرې ادارې د دوسیو د څېړلو، د امارتي ځمکو څخه د غصب د مخنیوي او له عامه شتمنیو څخه دفاع او ساتنې په برخه کې د اجراآتو، د معاملو د لارښوونو، د موټرپلورونکو، د اتحادیو او خیریه بنسټونو د جواز د ویش او تمدیدولو په برخه کې د لازمو اقداماتو، د حقوقو د آمریت د چارو چټکتیا او د یو شمېر نورو اړوندو برخو په اړه خبرې وشوې.

 همدا راز د عدليې رییس د شریعت له مخې د لمونځ د پابندۍ او د جماعت په اړه خبرې وکړې او جماعت سره د لمونځ پر ادا کولو يې ټینګار وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS